جوبايډن کانګرېس ته دویم کلنی کاري راپور وړاندې کړ
CMG2023/02/09 11:44:56
شريکول:

د امريکا ولسمشر جو بايډن د فبرورۍ په ۷مې نېټې کانګرېس ته دویم کلنی کاري راپور وړاندې کړی او پکې د اقتصاد، د خلکو ژوند، امنيت، ګوندي سياست او ډيپلوماتيکو اړيکو په شمول څو موضوعاتو ته يې پاملرنه اړولې ده.

بايډن کانګرېس ته په خپلې کلنۍ وينا کې په امريکې کې د بنسټيزو تاسيساتو په ابادۍ کې د پانګونې، کاري فرصتونو، د پيسو پړسوب مسئلې حلولو او د عرضې د خونديبتوب په شمول د خپل ماموريت لاسته راوړنې يادې کړې دي.

نوموړي په خپلې وينا کې د سود لوړې کچې او طبي بيمې په ګډون پر ځينو جنجالي مسئلو هم خبري کړي او هممهاله د جمهوري غوښتونکو له سخت مخالفت سره مخ شوی دی.

نوموړي له کانګرېس غوښتي، چې د فلويډ په نوم د پوليسو لخوا د عادلانه قانون پلې کولو مسوده تصويب کړي.