په ترکيې او سوریې کې د زلزلې له امله ۱۱ زرو څخه زيات کسان مړه شوي
CMG2023/02/09 14:04:19
شريکول:

ترکيې او سوريې د فبرورۍ په ۸مې نېټې خبر ورکړی، چې په دغو دواړو هيوادونو کې د شوې زلزلې له امله ۱۱ زرو څخه زيات کسان وژل شوي او شاوخوا ۵۴ زره تنه نور ټپيان شوي دي.

د چين ژغورونکې ډله په همدې ورځ د ترکيې سرحدی هاتای ولایت ته رسيدلې او د ژغورنې چارو ته یې پوره چمتوالی نيولی دی.

د چين ژغورونکې ډله له څو ساعته سفر وروسته، د فبرورۍ په ۸مې نېټې د ماسپښين په ۱ يوې بجې او ۳۰ دقيقو د ترکيې زلزله ځپلي هاتای ولایت ته رسيدلې ده او د دغه ولايت په دوو سيمو کې به ژغورنکې چارې ترسره کړي.

د روسيې د بيړنيو چارو وزارت په همدې ورځ کې اعلان کړی، چې د ترکيې زلزله ځپلو سیمو ته يې د ژغورنې دوهمه ډله لېږلې، چې پکې ۵۰ ژغورونکي او ۱۱ ډاکټران شامل دي. دغه ډله په ټرانسپورټي الوتکې د ترکيې ناورين ځپلې سيمې ته رسيدلې ده.

د ملګرو ملتونو د چټک غبرګون وجهي صندوق د فبرورۍ په اوومې نېټې خبر ورکړی، چې د ترکيې او سوريې زلزله ځپلو سره به د ۲۵ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت بشري مرستې وکړي.