د چين سره صليب ټولنې سوريې ته د طبي توکو لومړۍ جوپه ولېږدوله
CMG2023/02/09 15:34:03
شريکول:

 د چين سره صليب ټولنې په بېجينګ کې د سوريې سفارت او د دې هېواد د سرې مياشتې ټولنې په غوښتنې د فبرورۍ د نهمې نيټې په سهار د دغه هېواد زلزله ځپلو سيمو ته د طبي توکو لومړۍ جوپه ولېږدوله.

د چين سره صليب ټولنې ويلي، چې په يادو طبي مرستندويه توکو به یې د ۵ زرو کسانو درملنه وشي او هڅې کوي، چې نورې مرستې هم ورته برابرې کړي.

د چين د طبي توکو ياده بېړنۍ مرسته د بېجينګ د سره صليب د خدمتي مرکز په هغې ځانګړې الوتکې کې لېږدول شوې، چې د دغه هېواد د سره صليب ژغورونکې ډله هم پکې سپاره وه.

د فبرورۍ په شپږمې نېټې د ترکيې او سوریې ځينې سیمې سختو زلزلو ولړزولې، چې له امه يې لسګونو زرو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د چين سره صلیب ټولنې د ياد خبر له خپرېدو سره هممهاله چټک تدبیرونه نيولي او په لومړي ګام کې د يادو هيوادونو سرې میاشتې ټولنو سره دوه سوه زره ډالره نغده مرسته وکړه، چې په بېړنيو چارو کې يې وکاروي.

د چين سره صليپ ټولنې ويلي، چې د ترکيې او سوریې د زلزله ځپلو اړتياوې یې په پام کې نيولي او تر خپلې وسې پورې به ور سره مرستې وکړي.

 

(غاټول)