المان، ډنمارک او هالنډ به ډېر ژر اوکراين ته بيا ترميم شوي ټانکونه ورکړي
CMG2023/02/09 11:24:32
شريکول:

د المان ملي دفاع وزارت د فبرورۍ په ۷مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې المان، ډنمارک او هالنډ به اوکراين ته لږ تر لږه سل بيا ترميم شوي ليوپارډ ۱(Leopard 1) ټانکونه ورکړي.

اعلاميه وايي، چې د يادو ټانکونو لومړۍ جوپه به په راتلونکې څو مياشتو کې اوکراين ته وليږدوي.

اعلاميې کې دا هم ويل شوي، چې المان، ډنمارک او هالنډ به اوکرايني سرتيري وروزي او دغه هېواد ته به د تجهيزاتو پرزې او کارتوس هم ورکړي.

د روسيې د دفاع وزير سيرګې شويګو د روانې مياشتې په ۷مې نېټې يوې غونډې ته په ټليفوني وينا کې ويلي، چې د روسيې ځواکونه به د لوېديځو هېوادونو لخوا اوکراين ته ورکړل شوې وسلې او تجهيزات له منځه يوسي.

نوموړي ويلي، چې روسي ځواکونو د ۲۰۲۳م کال په لومړۍ مياشت کې څه باندې ۶۵۰۰ اوکرايني سرتيري وژلي دي.

سيرګي لاوروف ويلي، چې اوکراين په جنورۍ کې ۲۶ الوتکې، ۷ چورلکې، ۲۰۸ بېپيلوټه الوتکې، ۳۴۱ ټانکونه او نورې زغرې لرونکې جنګي وسيلې او ۴۰ توغنديز سيسټم موټرونه له لاسه ورکړي دي.

نوموړي زياته کړې، چې امريکا او ملګري يې هڅې کوي، چې اوکراين ته د وسلو ورکولو له لارې شخړه وغځوي او جنګ کې د ناټو د غړو هيوادو ګډون به ياده شخړه نوره هم پراخه کړي.

سيرګي لاوروف په ټينګار ويلي، چې روسي ځواکونه به اوکراين ته د لوېديځو هېوادونو لخوا ورکړل شوې وسلې او تجهيزات له منځه یوسي.