چين: امريکا بايد پر سوريې لګيدلي بنديزونه ليرې کړي
CMG2023/02/09 14:05:22
شريکول:

په ترکيې او سوريې کې له سختې زلزلې وروسته، د امریکا-عرب د نژادي تبعیض ضد کمیټې پر امريکا غږ کړی، چې سمدلاسه پر سوریې لګيدلي بنديزونه لرې کړي، څو دغه هېواد ته د مرستو رسولو په برخه کې لاره هواره شي، خو امریکا يې په ځواب کې ويلي، چې د سوریې له حکومت سره به مستقیم تګ راتګ و نه کړي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ هم د فبرورۍ په ۸مې نېټې پر امريکا غږ کړی، چې په اوسمهال پر خپل جيو پوليټکس سیاست ټينګار ونه کړي او سمدلاسه دې پر سوريې يو اړخيز بنديزونه لېرې او د بشري مرستو دروازې دې پرانيزي.

ماو نينګ ويلي، امريکا له ډېرې مودې راهيسې د سوريې په کړکېچ کې لاسوهنه او پرله پسې پکې پوځي مداخله کوي، چې له امله يې په دغه هېواد کې ډېرو ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

نوموړې ويلي، چې امريکې په سوريې کې له پوځي مداخلې سره هممهاله پر دغه هېواد  سخت اقتصادي بنديزونه هم لګولي او د ملکي وګړو ژوند يې اغېزمن کړی دی.

امريکايي ځواکونه لاهم د سوریې د تیلو اصلي تولیدي سیمو کې پراته دي او خپل ۸۰ سلنه تېل ترې ترلاسه کوي او د سوریې غلې دانې قاچاق کوي يا پرې اور لګوي، چې له امله یې د دغه هېواد بشري بحران لا پسې سخت شوی دی.