چين غواړي له استراليا سره خپلمنځي اړيکې په سم لوري روانې کړي
CMG2023/02/09 11:19:28
شريکول:

د استراليا لومړي وزير انټوني البېنزي د فبرورۍ په ۷مې نېټې د استراليا او چين د اقتصادي او سوداګرۍ وزيرانو تر منځ ويډيويي غونډه ګټوره بللې او ويلي يې دي، چې د دغو دوو هېوادونو سوداګريز حجم د استراليا له دوهم، درېيم او څلورم سوداګريزو همکارانو له عمومي سوداګريزې اندازې هم زيات دی.

نوموړي څرګنده کړې، چې له چين سره د ښو اقتصادي او سوداګريزو اړيکو ټينګېدل د استراليا د ملي ګټو په ګټه دي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د روانې مياشتې په ۸مې نېټې په يوې خبري ناستې کې په دې اړه ويلي، چې چين او استراليا د اسيا او ارام سمندر په سيمه کې مهم هېوادونه او اقتصادي چارې او راکړې ورکړې يې د دواړو هېوادونو په ګټه دي.

نوموړې ويلي، د چين او استراليا د اړيکو سالم او ثابت پرمختګ د دواړو هېوادونو د خلکو له بنسټيزو ګټو سره سمون لري او د اسيا او ارام سمندرې سيمې او نړۍ د سولې، ثبات او سمسورتيا لپاره هم ګټور دی.

ماو نينګ زياته کړې، چې چين غواړي، له استراليا سره يو ځای خپلمنځي اړيکې په سم لوري رهي کړي.