بهر ته د چيني سيلانيانو تګ د نړۍ باور پياوړی کړی
CRI2023/02/09 19:10:15
شريکول:

د چين یوه سیلانيزه ډله څو ورځې مخکې د عربي متحده اماراتو دوبۍ ته ورسېده او دا په دغه هېواد کې د کرونا وبا د وقايې او کنټرول تګلارې له نرمېدو او تعديل وروسته دوبۍ ته د چيني سيلانيانو لومړۍ سياحتي ډله وه.

په چين کې د بهرنيو سفرونو په موخه د سيلانيزو ډلو تنظيم بيا پيل شوی او نړيوالو ته يې د چين د اقتصاد د بیا سمسورتيا پيغام ورکړی دی.