د سوريې لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي جير پيټرسون د فبرورۍ په نهمې نېټې ويلي، چې د زلزلې له امله ترکيې سره په پوله د سوريې سرحدي سیمې سختې ځپل شوي دي او خلک يې لومړنيو مرستو ته ډېره اړتيا لري.
د فبرورۍ په ۶مې نېټې د ترکيې جنوبي او د سوریې شمالي سيمې ډېرې سختې زلزلې ولړزولې، چې له امله یې لسګونو زرو خلکو ته مرګژوبله اوښتې او ګڼ مالي زيانونه يې اړولي دي.
رويټرز د جير پيټرسون په قول خبر ورکړی، چې ملګرو ملتونو د روانې مياشتې په نهمې نېټې له ترکيې څخه د سوريې زلزله ځپلو وګړو ته د مرستندويه توکيو لومړۍ جوپه لېږدولې ده.
نوموړي پر اړوندو خواوو غږ کړی، چې سوریې ته د مرستو د لېږد پر وړاندې کوم سیاسي خنډونه جوړ نه کړي.