د چين د انسان وړونکو فضايي چارو دفتر خبر ورکړی، چې د شن جو ۱۵م نمبر فضايي بېړۍ ۳ ستورمزلو (فې جون لونګ، دنګ چينګ مينګ او جانګ لو) د فبرورۍ د ۱۰مې نېټې د شپې په ۱۲ بجو او ۱۶ دقيقو له بېړۍ نه بهر خپل ۷ ساعته فعاليتونه بشپړ کړي او ټاکلې دندې يې په بریالیتوب سرته رسولې دي.
خبر وايي، چې ياد ۳ ستورمزلي د چين فضايي سټېشن (ون تيان) لابراتوار ته خوندي ستانه شوي دي.
د چين د شن جو ۱۵م نمبر فضايي بېړۍ ستورمزلو له منګ تيان فضايي لابراتوار نه بهر د پمپونو د نصبولو په شمول دندې تر سره کړې او ټوله پروسه يې په برياليتوب پای ته رسولې ده.
دا د چين د فضايي بېړۍ ستورمزلو لومړی ځل دی، چې د فضايي سټیشن له بشپړیدو وروسته يې له بېړۍ څخه بهر چارې ترسره کړې دي او په راتلونکي کې به نورې هم ورته چارې او فعاليتونه ترسره کړي.