د چين ژغورونکې ډلې د فبرورۍ په ۹مې نېټې د شپې په اتو بجو د يوې نسکورې شوې اوه پوړيزې ودانې له کنډو کپرو څخه ۲۰ کلنه مېرمن ژوندۍ را پورته کړې ده.
د چين ژغورونکې ډله د ترکيې له ځايي ژغورونکې ډلې سره يو ځای د ژغورنې چارې ترسره کوي.
ژغورونکو د ورانې شوې ودانۍ د کنډو کپرو پر لرې کولو بوخت وو، چې د یوې مېرمنې غږونه يې تر غوږو شوي وو او په ډېر مهارت يې د ړنګې ودانۍ پاتې شوني لرې کړي او مېرمن يې ژوندۍ رايستلې ده.
ژغورونکي کابو دوه ساعته په ډېر مهارت د ودانۍ د کنډو کپرو په لرې کولو بوخت وو، څو ياده مېرمن وژغوري.
دغه ۲۰ کلنه مېرمن څه باندې ۸۲ ساعته د ودانۍ په کنډو کپرو کې بنده وه او له ژغورلو وروسته سمدستي روغتون ته وړل شوې ده.