د چين د سوداګرۍ وزارت وياندې شو جيو تينګ د فبرورۍ په ۹مې نېټې رسنيو ته ويلي، هېواد يې په پام کې لري، چې ترکيې او سوريې ته د مرستندويه توکو د چمتو کولو چارې او ټرانسپورټي ترتيبات ګړندي کوي او ډېر ژر به زلزله ځپلو سیمو ته مرستې ورسوي.
شو جيو تينګ ويلي، چين د سوریې زلزله ځپلو ته ۲۲۰ ټنه غنم ليږدولي او ډېر ژر به نور ۳ زره ټنه غنم او وريجې هم ور وليږي.
نوموړې ويلي، چې چين په ترکيې او سوريې کې د زلزلې له امله رامنځته شوي ناورين ته ډېره پاملرنه کوي او پر مړو شويو کسانو خواشيني او د دوی له کورنيو او ټپيانو سره د زړه له کومې همدردي کوي.
شو جيو تينګ زياته کړې، چې د چين سوداګرۍ وزارت په ترکيې او سوريې کې د چين د سوداګرۍ ټولنو او شرکتونو هڅولي، چې ناورين ځپلو سيمو ته مرستندويه مواد ولېږي او په ژغورنيزو چارو کې برخه واخلي.