د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د کمبوديا له صدراعظم هون سن سره وکتل
CMG2023/02/10 15:32:19
شريکول:

 د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د فبرورۍ په لسمه نېټه په بېجينګ کې د کمبوديا له صدراعظم هون سن سره وکتل.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې وويل، سږ کال د چين او کمبوديا ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له ۶۵مې کاليزې سره برابر دی. چين د کمبوديا له خلکو څخه په ټينګه ملاتړ کوي چې په خپلواکه توګه د خپلو ملي شرايطو سره سم د پرمختګ لاره غوره کړي او ملي حاکميت او امنيت وساتي. چين د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په ټينګښت کې له کمبوډيا سره ټينګ ملاتړ کوي او د کمبوډیا په کورنیو چارو کې د بهرنيو ځواکونو له لاسوهنې سره ټينګ مخالفت کوي. دواړه هېوادونه کېدای شي د سياست، توليدي ظرفيت، کرنې، انرژۍ، امنيت او کولتور په شپږو ساحو کې همکاریز چوکاټ جوړ کړي.

هون سن په خپلو خبرو کې ويلي، دی ډېر خوشحاله دی چې د چین تر پسرلني جشن وروسته لومړی بهرني مشر دی چې له چين څخه ليدنه کوي. کمبوديا د چين د پرمختګ د سترو لاسته راوړنو ستاينه کوي او باور لري چې د رئيس شي جين پينګ په مشرۍ به چين له ټاکلي وخت سره سم د عصري سوسياليستي هېواد د جوړولو هدف پوره کړي. کمبوديا د يو چين پېژندنې پر تګلارې ټينګار کوي، د ملي حاکميت، امنيت او پرمختيايي ګټو د ساتنې په برخه کې له چين څخه ټينګ ملاتړ کوي، د چين د يو هېواد او دوو نظامونو له تګلارې څخه په ټينګه ملاتړ کوي او د هانکانګ، شینجیانګ او شي ځانګ په اړه د چين په کورنيو چارو کې د هر ډول بهرنيو ځواکونو له لاسوهنې سره ټينګ مخالفت کوي.