په چين کې کرونا وبا ورځ تر بلې کمزورې کيږي
CMG2023/02/10 10:59:12
شريکول:

د کرونا وبا د وقايي او کنټرول په اړه د چين د دولتي شورا يوه خبري ناسته د فبرورۍ په ۹مې نېټې تر سره شوه.

د چين د روغتيايي چارو د ملي کمېټې وياند مي فنګ يادې ناستې ته ويلي، چې اوسمهال په ټول هېواد کې د کرونا خپرېدل ورځ تر بلې د کمېدو او ټولنه د ثبات او خونديتوب په حال کې ده.

نوموړي ويلي، چې کرونا وبا اوسمهال کمزورې شوې او په چټکۍ نه خپريږي، د خلکو د معافیت سيسټم ښه شوی او پر کرونا وبا اخته کسانو کې هم د پام وړ کموالی راغلی دی. (ژباړه: شکريه)