بېجينګ: چين تل پر پرمختيا او پرانيستنې ټينګار کوي
CMG2023/02/10 10:58:03
شريکول:

نړيوال پولي صندوق په دې وروستيو کې په يوې مقالې کې ويلي، چې سږ کال به د چين اقتصاد د نړيوال اقتصاد په پرمختګ کې يو پر څلورمه برخه ونيسي او دا يې د چين او نړۍ لپاره ښه خبر بللی دی.  

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ په يوې خبرې ناستې کې د نړيوال پولي صندوق د ياد خبر هرکلی کړی او ويلي يې دي، چې دغه خبر يو ځل بيا د چين د اقتصادي پرمختګ پر راتلونکې د نړيوالې ټولنې باور ښکاره کړی دی.

نوموړې ويلي، اوس مهال په نړيوال اقتصاد کې بحرانونه په زياتېدو دي او ځانځاني او اقتصاد پالنه په چټکۍ روانه ده، خو چين تل پر پرمختيا او پرانيستې ټينګار کوي او بهرنۍ نړۍ ته خپلې دروازې پرانيزي.

(ژباړه: شکریه)