د امريکا مشهور خبريال: د نورډ سټريم د طبيعي ګازو پر نلليکې چاودنه د امريکا له خوا طرحه شوې وه
CMG2023/02/10 12:33:24
شريکول:

څو مياشتې مخکې، له روسيې څخه اروپا ته د نورډ سټريم د طبيعي ګازو پر نلليکې چاودنه وشوه، چې له امله يې اورپايي هېوادونو ته د روسيې ګاز بند په ټپه ودرېده.

 د امريکا مشهور خبريال سيمور هيرموش د فبرورۍ په اتمې نېټې ویلي، چې ياده چاودنه د امريکايي ځواکونو له لوري طرحه شوې او ولسمشر جوبایډن ورته واک او صلاحيت ورکړی و.

روسيې لوېديځ هېوادونه غندلي او ويلي يې دي، چې لوېديځ په ډېرې خاموشۍ غواړي، د نورډ سټريم د طبيعي ګازو نلليکي د تحقيقاتو او څېړنو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.

سيمور هيرموش د باخبره سرچينې په قول ويلي، چې د ۲۰۲۱ کال په فبرورۍ کې، د امريکا د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار جاک سوليوان د يوې غونډې مشري کړې وه او ګډونوال یې ټول “پر اوکراين د روسيې تېري”په نوم د نوې څانګې کارکوونکي وو.

نوموړي ويلي، چې د يادې غونډې ګډونوال د امريکايي پوځ د درستيزانو د ائتلافي غونډې، د استخباراتو مرکزي ادارې او د بهرنيو چارو وزارت لوړ پوړې چارواکي وو او سوليوان په دغې غونډې کې له هغوی څخه غوښتي وو، چې د يادې نلليکې د ويجاړولو پلان جوړ کړي.

سيمور هيرموش د امريکې متجرب څېړنيز خبريال دی او په نيويارک ټايمز او نيوياکير مجلې کې يې ډېر کار کړی دی.

نوموړي پر ويتنام د امريکا د تېري پر مهال د دغه هېواد په ميلي کلي کې د امريکايي ځواکونو له خوا د ملکي وګړيو د وژلو په اړه هم راپورونه ورکړي وو، چې په ۱۹۷۰م کال کې يې بیا د پوليتزیر نړيواله جايزه وګټله.