شي جين پينګ په مرکزي افريقا کې د چين د مرستندويه طبي ډلې غړو ته ځوابي پيغام وليږه
CMG2023/02/10 14:43:05
شريکول:

په مرکزي افريقا جمهوريت کې د چين د ۱۹مې مرستندويه طبي ډلې ۱۱ غړو په دې وروستيو کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ته يو پيغام ليږلی، چې د چين کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس د روحيې د زده کړې او د مرکزي افريقا د خلکو لپاره د خپلو خدمتونو په اړه يې معلومات وړاندې کړي. شي جين پينګ د فبرورۍ په ۹مه نېټه د نوموړې ډلې غړو ته ځوابي پيغام لېږلی.

روان کال بهر ته د چين د مرستندويه طبي ډلو د ليږلو له ۶۰مې کليزې سره برابر دی او شي جين پينګ په خپل پيغام کې د دغو طبي ډلو ټولو اوسنيو او پخوانيو غړو ته سلامونه او نيکې هيلې وړاندې کړي.

شي جين پينګ په دغه پيغام کې ليکلي، له بهرنيو هېوادونو سره د چين طبي مرستې د دې څرګندويي کوي چې چينايان سوله دوست خلک دي او ژوند ته په درنښت قایل دي. نوموړي هيله ښودلې، چې دغه چيني مرستندويه طبي ډلې په پر له پسې توګه ځايي خلکو ته ګټې ورسوي او د انسانانو د روغتيا د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره لا لوی خدمتونه وکړي.

له بهرنيو هېوادونو سره طبي مرستې د چين د بهرنيو مرستندويه چارو يوه مهمه برخه ده. چين په ۱۹۶۳م کال کې الجزاير ته لومړنۍ مرستندويه طبي ډله ليږلې او له تېرو ۶۰ کلونو راهيسې يې د افريقا، اسيا، امريکايي، اروپا او اوقيانوس ۷۶ هېوادونو ته په مجموعي ډول۳۰ زره طبي کارکوونکي ليږلي، چې دغو چيني مرستندويه طبي ډلو په بهر کې د ۲۹۰ میليونو ناروغانو لپاره خدمتونه برابر کړي دي. اوس د نړۍ په ۵۶ هېوادونو کې د چين ۱۱۵ مرستندويه طبي مرکزونه شتون لري، چې زياتره يې په لرې او ګوښه ځايونو کې واقع دي.