د روسيې د بهرنيو چارو مرستيال وزير سيرګي ريابکوف د فبرورۍ په نهمې نېټې يوې خبري ناستې ته ويلي، چې اوسمهال د روسيې او امريکا ترمنځ اړيکې ډېرې تاوجنې شوي او له سخت بحران سره مخ شوي دي. د نوموړي په وينا، دواړه هېوادونه يوازې په ځينو برخو کې ډيالوګ او خبرې اترې کوي.
سيرګي ريابکوف زياته کړې، چې هېواد يې د لوېديځو هېوادونو کړنې څاري، چې پرته له ځنډه اوکراين ته وسلې برابروي.