اروپايي اتحاديه د امریکې د زرغون چاپېريال مرستې سره د مقابلې لایحه جوړوي
CMG2023/02/10 14:48:02
شريکول:

 د اروپايي اتحاديې د غړو هېوادونو استازي د فبرورۍ په ۹مه او ۱۰مه نېټه د امریکې د انفلاسیون کمښت قانون د منفي اغېزو سره د مقابلې لپاره د لایحې جوړولو په هکله بحثونه کوي. دوی به د دوامدارې انرژۍ او د کاربن خنثی کولو په چارو کې  د غړو هېوادونو د پانګونې او مرستې د پروژو او مقرراتو پر تعديل او د زرغون چاپېريال پروژو د تصویبېدو پر ګړندي کېدو د نظریو تبادلې وکړي.  

د جرمني او فرانسې د اقتصادي چارو وزیرانو د فبرورۍ په ۷مه نېټه واشنګټن ته لاړل او و يې غوښتل چې د امریکې د انفلاسیون د کمښت قانون کې د زرغون چاپېريال مرستو په اړه موارد دې تنظیم شي، څرنګه چې دغه مادې ممکن د اروپا د اړوندو چارو د سيالې توان ته زیان ورسوي. دوی د امریکې د مالیې له وزیرې جنیټ ایلن او د امریکې د سوداګرۍ له استازې Katherine Tai کیټرینه تای سره خبرې اترې وکړې، خو هېڅ بریالیتوب يې نه دی تر لاسه کړی.

جنیټ ایلن د اروپايي اتحاديې د ممکنې لایحې په اړه وویل، که اروپايي اتحاديه د د زرغون چاپېريال د مرستو په اړه خپل پلان خپور کړي، نو ګټورې اقلیمي تګلارې به وي. د پاکې انرژۍ په بازار کې کافي سوداګریز فرصتونه شته، اروپا او امریکا دواړه د انرژۍ د جوړښت بدلون په بهیر کې ګټې ترې اخیستی شي.

امریکې د تېر کال په اګست کې د انفلاسیون کمښت قانون خپور کړ چې له مخې به يې حکومت د برېښنايي موټر د بیټرۍ او پاکې انرژۍ په شمول د زرغون چاپېريال په هکله د چارو د پرمختګ هڅولو لپاره د ۳۷۰ میلیارډو ډالرو په ارزښت مرستې او مالي امتیازي تګلارې غوره کړي.

د امریکې دغه قانون د اروپا په تېره بیا د جرمني او فرانسې د جدي پاملرنې وړ دی. د اروپا مشرانو څو ځلې د امریکې دغه عمل غندلی چې د خپلو شخصي ګټو لپاره نورو ته زیانونه رسوي. څرنګه چې امریکا غواړي د زیاتې اندازې مرستې له لارې د ځان د زرغون پرمختګ چارو ته د نورو هېوادونو د توليدي ځنځير راجلب کړي او په دې سره به د اروپا د اړوندو چارو د سیالۍ توان او روزګار ته تاوان ورسوي. خو واشنټن د خپلو اروپايي ملګرو اندېښنې ته هېڅ توجه نه کوي.

تر دې وروسته چې د جرمني او فرانسې د اقتصادي چارو وزیران د هېڅ بریالیتوب په لرلو سره بېرته اروپا ته ستانه شول، اروپايي اتحاديې د زرغون چاپېريال مرستې په اړه د خپل پلان د ټاکلو ګامونه چټک کړي، څو د امریکې د انفلاسیون کمښت قانون له اغېزې سره مقابله وکړی شي. د اروپايي اتحاديې کمیسیون هیله لري چې د راتلونکي مارچ په پای کې د اروپايي اتحاديې تر سرمشریزې مخکې د شنو خونو ګازو د صفر کولو چارو مصوبه او د کلیدي اومه موادو مصوبه وټاکل شي.

خو د اروپايي اتحاديې په دننه کې د دغه مرستې په اړه اختلافات شته. د هالنډ، ایرلنډ او چِک په شمول ځینو هېوادونو دا اندېښنه څرګنده کړې چې دغه شان مرستې ښايي پر عادلانه سیالۍ زیانونه واړوي. د دوی په اند، د اروپا په واحد بازار کې اصلاحات ښايي نور هم اغېزمن کړي.

د جرمني د اقتصادي چارو وزیر Robert Habeck روبیرټ هابیک د فبرورۍ په ۸مه نېټه د دغه هېواد فډرالي پارلمان ته ویلي، اروپايي اتحاديه باید د راتلونکي مارچ تر پایه د مرستې لایحه وټاکي، نو اوس لږ وخت پاتې دی او دغه کار بېړنی دی. هغه وویل، اروپا چانس لري چې د کليدي کاني توکو په برخه کې له امریکې سره د څار میکانیزم په ساحه کې تړون لاسلیک کړي او په دې سره اروپايي اتحاديه د ازادې سوداګرۍ رښتينی مقام نیولای او له امتیازي تګلارو څخه ګټې اخیستی شي. نوموړي په امریکا کې د برېښنايي موټرونو د اړوندو چارو په اړه د خبرو اترو نتیجه نه ده په ډاګه کړې.

د اروپايي اتحاديې یو ديپلومات ویلي، د اروپا اړوند تصدۍ له دې فشار سره مخ دي چې باید تولیدي ځنځير امریکې ته وسپاري، نو اروپايي اتحاديه باید سمدلاسه د پاکې انرژۍ په برخه کې ګټور مالومات خپاره کړي.