د چین د هو بۍ ولايت په شيانګ يانګ کې د کرهنيزو محصولاتو د دسته بندۍ مرکز
CRI2023/02/10 14:57:43
شريکول:

د چين د هوبۍ ولايت د شيانګ يانګ د کرهنيزو محصولاتو د بسته بندۍ په مرکز کې روباټونه د مالونو د الماريو ترمنځ تګ راتګ کوي او د سبزيو، مېوو او نورو تازه کرهنيزو محصولاتو په بسته بندۍ بوخت دي. په دغه مرکز کې عصري سيستم کارول کېږي، چې د کرهنيزو محصولاتو د کيفيت د څارنې، په اټوماټيک ډول بسته بندۍ او نظارت توان لري. په دغه مرکز کې ډول ډول تازه کرهنيز محصولات د هغوی د کيفيت له ازموينې او بسته بندۍ وروسته د نورو سيمو پلورنځيو ته د لېږد لپاره چمتو کېږي او دغه بهير يوازې ۳ ساعته وخت ته اړتيا لري.