د چين حکومت د فبرورۍ له ۱۱مه سهار شپږ نيمې بجې د شانګهای له پو دونګ هوايي ډګر له لارې د ترکيې زلزله ځپلو ته ۴۰ زرو کمبلې ولېږلې.
د معلوماتو له مخې، دغه ۴۰ زره کمبلې د ترکيې له زلزله ځپلو سره د چين د حکومت د مرستندويه توکو لومړۍ جوپه ده او نور مرستندويه توکي به هم په نږدې راتلونکو ورځو کې ترکيې ته وليږدول شي چې ۱۰۰۰ خیمې، ECG ماشينونه، الټراسونيک تشخيص وسايل، امبولانسونه، د روغتون د بستر تختونه پکې شامل دي.