د ایران د استخباراتو وزارت او سپاه پاسداران د فبرورۍ په ۱۰مې نېټې د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د دغه هېواد امنيتي پوځ په وروستيو کې په اصفهان ښار کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې مهم جاسوس نيولی او دا ثابته شوې چې د اسرائيلو اجيرو عسکرو په دغه بريد کې لاس درلود.
په اعلاميه کې ويل شوي، چې په اصفهان ښار کې د ايران د دفاع وزارت د صنعتي چارو مرکز د بريد يو مهم جاسوس نيول شوی دی. د ايران امنيتي ځواکونه به له خپلې خاورې دفاع وکړي او څخه هر تېريګر ته به ځواب ووايي او د اسرائيلو د تيري ته به هرومرو ځواب ورکړي.
ايران څو ځلې پر اسرائيلو انتقاد کړی، چې په ايران کې د ذروي پروژۍ او د خوندي ساتلو لپاره د هدفونو په وړاندې جاسوسي او خرابونکي فعاليتونه تر سره کړي. اسرائيلو د ايران د دغو خبرو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.