د چین استازی: نړيواله ټولنه دې پرانيستی نړیوال اقتصاد جوړ کړي
CMG2023/02/11 12:51:05
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين د دایمي استازي مرستيال داي بينګ د فبرورۍ په ۱۰ مه نېټه د ملګرو ملتونو د ټولنيز پرمختګ کمېټې په یوه مباحثوي غونډه کې ګډون او وينا وکړه. نوموړي په خپله وينا کې له نړيوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې رښتینی څواړخيزم عملي کړي او پرانيستی نړیوال اقتصاد دې جوړ کړي.

دای بينګ وويل، نړۍ له داسې لویو بدلونونو سره مخ شوې چې په تېرو سلو کلونو کې ساری نه دی لرلی. په نړۍ کې کرونا وبا نه ده ختمه شوې، نړيوال اقتصاد مخ په ځوړ دی،  جيوپوليتيک وضعيت ترينګلی دی او د غلودانو او انرژۍ بحرانونه لاپسې سخت شوي دي، چې له امله يې د مخ پر وده او پرمختللو هېوادونو ترمنځ واټن او توپير زیات شوی دی. دغه راز د انسانانو د پرمختګ شاخص تېره دوم پرله پسې کاله راټيټ شوی او اقتصادي بيا سمسورتيا او د دواملرونکي پرمختګ د هدف پوره کول له ډېرو لويو ننګونو سره مخ شوي دي.

دای بینګ وويل، د بحران لرې کول د بېلابېلو هېوادونو يووالي ته اړتيا لري. نړيواله ټولنه دې رښتینی څواړخيزم عملي کړي، پرانيستی نړیوال اقتصاد دې جوړ کړي، صنعتي او اکمالاتي ځنځير دې تامين کړي او د نړیوال پرمختګ د همکارۍ د بنسټ د ساتلو لپاره دې پارټ بازۍ نه جوړوي.

نوموړي زياته کړه، چين به له نړيوالو سره يوځای د نړيوال پرمختګ او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره هڅو ته دوام ورکړي.