په تېر کال کې په نورو هېوادونو کې د چين مستقيمې پانګونې ٪ ۵.۲ زیاتې شوې
CMG2023/02/11 13:50:15
شريکول:

په تېر ۲۰۲۲م کال کې په بهرنيو هېوادونو کې د چين مستقیمو پانګونو د نړیوالو اقتصادي ستونزو سره سره بيا هم ثابت پرمختګ موندلی چې عمومي ارزښت يې ۹۸۵ ميليارډه ۳۷۰ مليونه يوانو ته رسېدلې او په سلو کې پنځه اعشاريه دوه زيات شوی دی.

د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې له پرتو هېوادونو سره د چيني تصديو د قراردادونو ارزښت ۱۲۹ ميليارډه او ۶۲۰ مليونه امریکايي ډالرو ته رسيدلی چې د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ لپاره يې مثبت خدمتونه کړي دي.