په چين کې مصرفوونکې غوښتنې بيرته اعاده شوې
CMG2023/02/11 14:47:02
شريکول:

د چين د شميرنې دولتي ادارې د فبرورۍ په لسمې نېټې د دغه هېواد د تېرې جنورۍ سی پي ای او پي پي ای خپاره کړي، چې له مخې يې په دغه هېواد کې د پسرلني اختر او د کرونا وبا د وقايي او کنټرول تګلارو د تنظيمولو تر مثبتې اغيزې لاندې د اوسيدونکو د مصرفولو بيې (سی پي ای) لوړې شوې او د اومو نفتو د نړيوالې بيې د بدلون او د هېواد په دننه کې د سکرو بيې د ټيټوالي له امله د دغه هېواد د صنعتي توليداتو بيې په دوامداره توګه کمې شوې.

د چين د سوداګرۍ وزارت د څېړنې انسټيټيوټ د سيمه ايز اقتصاد د همکارۍ د څېړنې مرکز منشي جانګ جيان پينګ وويل، چې په چين کې مصرفوونکې غوښتنې بيرته اعاده شوې او د نړيوال بازار پر عرضې به رغنده اغيزه ولري.

رويټرز د اقتصاد پوه جوليان يوانس پريټچارډ په قول خبر ورکړی، چې په چين کې د سي پي ای د زياتوالي اندازه د پرمختللو اقتصادونو په پرتله ډېره ټيټه ده.  د بلومبورګ خبري اژانس د شننونکو په قول اشاره کړې، چې په جنورۍ کې د چين د سي پي ای او پي پي ای  ارقام دا ښيي، چې د دغه هېواد د انفلاسيون اندازه به ثابته وي او اټکل کېږي، چې د پيسو تګلاره به يې په مداومه توګه  د اقتصاد په بيا سمسورتیا کې مثبت رول ولوبوي.