امريکا په کور دننه او هم بهر کې د بشري حقونو په تامين کې پاتې راغلې
CMG2023/02/11 09:33:20
شريکول:

سږ کال په امريکا کې د ټوپکو بريدونه ډېر زيات شوي دي. په دې هېواد کې د ډزو پېښو د سندونو په نوم ويبپاڼې د يوې شمېرنې له مخې د تېرې جنورۍ تر ۲۹مې نيټې پورې په ټوله امريکا کې د ډزو ۴۹ پېښې شوې چې دغه شمېر له ۲۰۱۴ کال راهيسې د تېرو څو کلونو د همدې مودې په پرتله زيات دی. له اوږدې مودې راهيسې امريکا تل ادعا کوي چې هغوی د بشري حقونو ساتونکي دي، خو د خپلو خلکو د ژوند خونديتوب نه شي تامينولی. په دې اړه د افغانستان د پښتو تلويزيون سياسي شنونکي خپلواک سيف الرحمن د چين ميډيا ګروپ له خبريالې سره د مرکې په ترڅ کې داسې ويلي چې امریکا نه يوازې د خپلو خلکو د ژوند خونديتوب او امنيت نه شي تامينولی بلکې د نورو هېوادونو د خلکو بشري حقونو ته زيانونه رسولي دي.

يوه شمېرنه ښيي چې په وروستيو کلونو کې د امريکايانو له خوا د ساتل شويو ټوپکونو شمېر په پر له پسې توګه زيات شوی او د ډزو پېښې هم مخ په ډېرېدو دي. په ۲۰۲۰ کال کې په امريکا کې د ډزو پېښې په لومړي ځل له ۶۰۰ څخه واوښتې او په ۲۰۲۲ کال کې دغه شمېر ۶۴۷ ته رسېدلی دی. د يوه راپور له مخې په ټولې امريکا کې هره ورځ په منځنۍ توګه شاوخوا ۱۱۰ کسان د ډزو په پېښو کې وژل کېږي.نو په دې هېواد کې د ډزو پېښو د ډېرېدو لامل څه دی او ولې امريکا د دغو پېښو مخنيوی نه شي کولی؟ نوموړي شنونکي په دې هکله وويل، لکه څنګه چې تاسو خبر ياست چې جوبايډن له ډونالډ ټرمپ نه ټاکنې وګټلې، له هغې ورځې نه تر اوسه د امريکا امنيتي وضعیت مخ په خرابېدو دى او هره ورځ په امریکا کې خلک وژل کېږي او دوى تش په نوم دا بشري حقونو چيغې وهي، خو د خلکو د بشري حقونو د ساتلو لکه د ژوند د خونديتوب د تامين لپاره واقعي تدبيرونه نه دي نيولي. د دوى هڅه يوازې همدا ده چې په څوکۍ جنګ وکړي. نو د دې ناندرۍ له وجې هر وخت عام خلک پکې وژل شوي دي. زما په اند په امريکا کې د ډزو زياتېدل عمده لامل دا دى چې امريکا هر هېواد ته چې تللى دى، په هغه ملک کې يې ګډوډي جوړه کړې ده او بيا وروسته امريکا خپله سياسي ماته خوړلې ده.

واقعاً اوس مهال د امريکا په سياسي ډګر کې د ډيموکرات ګوند او جمهوريپال ګوند ترمنځ اختلافونه ډېر او سخت شوي دي. په ورته وخت کې وسلې پلورونکي هم د خپلو ګټو د ساتلو لپاره ډېرې هڅې کړې چې ټوپکونه نه شي کنترول کېدای او د ډزو پېښې نه دي کمې شوې.سربېره پردې د امريکا سترې محکمې هم پر دې ټينګار کړی چې د امريکايانو له خوا د ټوپکونو د لرلو حقونو ته درناوی لري. نو په دې وجه په امریکا کې د ډزو پېښو د کمېدو شونتيا نه شته. خو د امريکا حکومت نه يوازې د هېواد په دننه کې د خپلو خلکو خونديتوب نه شي تامينولی، بلکې نورو هېوادونو ته يې هم وسلې لېږدولې او هلته يې د جګړې اور بل کړی دی.د ښاغلي سيف الرحمن په اند امريکا نورو هېوادونو ته وسلو لېږدولو ته لېوالتيا ښودلې، لامل يې د وسلو له پلورونکو سره له همکاريو سره تړاو لري. هغه وويل، د امريکا دې منافقت ته وګورئ چې اوکراین ته يې څومره وسلې ولېږلې او تجهيزات ورکړل ، دا د څه لپاره ده؟ د دې لپاره چې امریکا سياست دا دى چې اوکراين هېواد له منځه يوسي او په زرګونو خلک ووژل شي، حال دا چې کله امريکا افغانستان ته هم راغلې وه نو هدف يې همدا وو چې د افغانستان خلک کور په کور په جنګ واچوي او افغانانو ته يې وسلې ورکولې چې خپله ملک له منځه يوسي، د دغو کړنو تر شا د وسلو پلورونکو ناوړه لاسونه دي. د امريکا حکومت د دغو کسانو د ګټو استازيتوب کوي.

امريکا د افغانستان د جګړې لپاره ۲۰۰۰ ميليارډه امريکايي ډالره پيسې لګولې،خو ډېره ګټه يې وسلو پلورونکو ته رسېدلې. اوس يې هم پر نورو هېوادونو ته ډېرې وسلې پلورلې دي، هغوی اوس نه يوازې د امريکا په دننه کې بلکې په نړۍ کې د ګډوډۍ سبب شوي دي.نو ځکه امريکا نه شي کولای چې په نړۍ کې بشري حقونه وساتي. ښاغلي سيف الرحمن په دې هکله ويلي، د امریکا هدف همدا دى چې خپلې وسلې نړۍ ته وښيي چې هغوی په ټوله دنيا واکمني کولى شي خو دوى به هېڅ کله خپل هدف ته ونه رسېږي ځکه دوى چې هر هېواد ته تللى، هغه ځاى کې يې ګډوډي او ناامني پيدا کړې ده. دوى يوازې د خپل هدف پوره کولو لپاره هلته ځي. که په خپل هېواد کې بشري حقوق نشي په ځاى کولى، نو دوى د نورو هېوادونو لپاره د خلکو حقوق به څنکه تامين کړي؟