هون سن : د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې مفکوره د کمبوديا هيله ده
CMG2023/02/11 11:49:40
شريکول:

 د کمبوديا لومړي وزير هون سن پدې وروستيو ورځو کې د سي اېم جي له خبريالې سره د يوې ځانګړې مرکې پر مهال ويلي چې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې مفکوره د کمبوديا هيله ده.

د سي اېم جي خبريالې ځو يون له هون سن سره د مرکې پر مهال له نوموړي څخه وپوښتل، ځینو هېوادونو د چين او کمبوديا د ټينګې دوستۍ په اړه شکونه ښودلي او ويلي يې دي چې کمبوديا پر چين ډېره تکيه کوي، تاسې پدې اړه څه ويل لرئ؟

هون سن دغې پوښتنې ته په ځواب کې وويل، مونږ کولی شوو چې دغو کسانو ته بلنه ورکړو چې د کمبوديا له نويو جوړ شوو لويو پلونو ليدنه وکړي، له چين پرته هيچا له مونږ سره د دغو پلونو د جوړولو مرسته نه ده کړې، د چين لخوا وړاندې شوې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې مفکوره د کمبوديا هيله ده.

ښاغلي هون سن د چین او آسيان ترمنځ د سوداګرۍ د يادولو په ترڅ کې وويل، د آسيان غړي هېوادونه د دغې سوداګرۍ پر مهال تر ټولو زياتې ګټې ترلاسه کوي، ځکه دغه هېوادونه کولی شي چې خپل توليدات د چين لوی بازار ته صادر کړي، د چين پرمختګ د نړۍ په ګټه دی.

هون سن د نړۍ د اوسنۍ وضع په اړه وویل، ځينو هېوادونو پر نورو پرله پسې بنديزونه لګولي چې له امله يې نړۍ ډېره نا ارامه شوې او ډېر هېوادونه د پيسو له پړسوب او ډېرو نورو ستونزو سره مخ شوي دي. بنديز لګوونکي هېوادونه دې خپلو کړنو ته بيا کتنه وکړي، ځکه هغوی له څواړخيزم او د سوداګرۍ د نړیوال سازمان له اصولو څخه سرغړونه کړې ده.