امريکايي ژورناليست سيمور هيرش : د نارډ سټريم د نل ليکو د تخريب پېښه امريکې طرحه کړې
CMG2023/02/11 11:50:19
شريکول:

د امریکا مشهور ژورناليست سيمور هيرش د فبرورۍ په ۸ مه نېټه په انټرنېټ کې د يو راپور په خپرولو سره اشوا کړې چې د نارډ سټريم د نل ليکو د تخريب پېښه امريکې طرحه کړې ده.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې مريا زاخاروا  د فبرورۍ په ۱۰ مې نېټې په خپلو خبرو کې وويل، روسيه غواړي د نارډ سټريم د نل ليکو د تخريب په اړه پلټنه کې ګډون وکړي او څو ځلې يې خپله غوښتنه  د ډنمارک او سويډن حکومتونو ته څرګنده کړې ده، خو دواړو هېوادونو يې غوښتنه نه ده منلې.

د جرمني د پارلمان غړې سويم دادلون په همدې ورځ د دغه هېواد پارلمان ته د وینا پر مهال له نړيوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې د پلټنې يوه نړيواله کمېټه جوړه کړي، څو د نارډ سټريم د نل ليکو د تخريب د پېښې پلټنه وکړي. نوموړې وويل، ډېرو جرمنيانو درک کړې، چې جرمني حکومت خپلواکې ډيپلوماتیکې تګلارې پرېږدي او پر امريکا د تکيې دريځ غوره کوي چې دا ښايي جرمني له سختو امنيتي ستونزو سره مخ کړي.