د ترکيې د روغتيا وزير د فبرورۍ په لسمه نېټه ويلي چې د سوريې سرحدي سيمې ته نژدې د ترکيې په جنوب کې د سختې زلزلې له امله ۲۰۲۱۳ کسان مړه او ۸۰۰۵۲ تنه نور ټپيان شوي دي.
د دې هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د فبرورۍ په لسمه نېټه په اډيمان ولايت کې ویلي چې حکومت يې د عمومي پرمختيایي پلان په جوړولو بوخت دی او په راتلونکي يو کال کې به د زلزله ځپلو سيمو د بيا رغونې لپاره هڅه وکړي. هغه وويل چې سنليورفا او کليس ولايتونو کې د ژغورنې کارونه پای ته ورسيدل.
ترکيه په هغه سيمه کې پرته ده چې پکې زلزلې ډېرې پېښېږي. په ۲۰۱۱م کال کې د دې هېواد په ختيځ کې د ريښتر په کچه ۷ اعشاريه ۲ درجه زلزلې وشوې چې له امله يې ۶۴۴ تنه مړه شوي دي. په ۲۰۲۰م کال کې د دې هېواد په لويديځ کې د ريښتر په کچه ۶ اعشاريه ۶ زلزلې وشوې چې په پايله کې يې ۱۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.