د روسیې د بهرنيو چارو مرستيال وزير سيرګي ويرشينين د فبرورۍ په ۱۱مې نېټې د دغه هېواد زويزډا ټلويزيون ته وويل، چې روسیه غواړي د ټاکلو حقايقو پر بنسټ له اوکراين سره خبرې اترې وکړي، خو په دې شرط چې اوکراين کوم مخکینی شرط ونه لري.
نوموړي وويل، چې روسیه د ډيالوګ له لارې د جګړې د ختمولو پلان چمتو کړی دی، خو اوکراين بايد د ډيالوګ لپاره کوم مخکینی شرط ونه لري. خبرې اترې بايد د ټاکلو حقايقو پر بنسټ تر سره شي او د روسیې لخوا مخکې وړاندې شوي هدفونه دې په نظر کې ونيول شي.هغه زياته کړه، چې مخکې په بلاروس او ترکيې کې د روسیې او اوکراين تر منځ خبرې اترې دواړه ځل د اوکراين خوا وځنډول شوې. هغه پر دې ټينګار وکړ، چې کله اوکراين غواړي له روسیې سره خبرې اترې وکړي، نو ستونزه داده، چې د دغه هېواد لخوا نه، بلکېلومړی د واشنګټن او بروکسيل لخوا پرېکړه کېږي.
د اوکراين د پوځ عمومي قومندان واليري زالوګيني د فبرورۍ په ۱۰مې نېټې په ټولنيزې رسنۍ کې ولیکل، چې پر ځايي وخت د روانې مياشتې د ۹مې نېټې په شپه او د لسمې نېټې په ورځ د روسیې پوځ اوکراين ته ۷۱ کروز توغندي، ۳۵ ايس۳۰۰توغندي وتوغول او ۷بې پيلوټه الوتکې يې وکارولې، چې د اوکراين پوځ ۶۱ کروز توغندي او ۵ بې پيلوته الوتکې راوغورځولې.