د سچيلير انسټيټيوټ کارپوه : که د نارډ سټريم د نل ليکو د تخريب پېښه امريکې طرحه کړې وي، نو پدې معنا به وي چې امریکا د جرمني پر تاسيساتو ترهګريز بريدونه کړي
CMG2023/02/12 11:28:12
شريکول:

د امریکا مشهور ژورناليست سيمور هيرش د فبرورۍ په ۸ مه نېټه په انټرنېټ کې د يو راپور په خپرولو سره افشا کړې، چې د نارډ سټريم د نل ليکو د تخريب پېښه امريکې طرحه کړې ده.

دغه راپور په جرمني کې د خلکو د ډېرې پاملرنې وړ ګرځېدلی دی. د جرمني د سچيلير انسټيټيوټ (Schiller-Institut) کارپوه سټيفان اوسینکوپ سي اېم جي ته وويل، جرمني کمپنۍ د نارډ سټريم د نل ليکو پروژې د اسهامو  ډېرې ونډې لري او د دغو نل ليکو ډېرې برخې هم له جرمني تېرېږي، که د ژورناليست سيمور هيرش راپور رښتينی وي، نو پدې معنا به وي، چې امریکا د جرمني پر تاسيساتو ترهګريز بريدونه کړي دي.

سټيفان اوسینکوپ د جرمني له پارلمان څخه غوښتنه وکړه، چې د دې پېښې په اړه پلټنه وکړي او ويې ویل، چې امريکا باید خپله تېروتنه سمه کړي.