د چين د شينجيانګ اويغور کورواکې سيمې د ترافيک او ترانسپورټ ادارې د شمېرو له مخې، له ۲۰۱۸م کال راهیسې د شينجيانګ په کليوالو سيمو کې د ۴۱ مليارډو او ۶۰۰ میليونو یوانو په پانګونې د ۵۸۰۰۰ کيلومترو په اوږدوالي سړکونه جوړ شوي، چې له امله يې د ځايي اوسېدونکو تګ راتګ ورځ تر بلې اسانه شوی دی.
شمېرې ښيي، چې پدې وروستيو کلونو کې د شينجيانګ مقاماتو د کليوالو سيمو د سړکونو جوړولو ته ډېره پاملرنه کړې، په ۲۰۲۲م کال کې يې پدې برخه کې ۸ مليارډه او ۱۲۶ میليونه يوانه پانګونه کړې او ۶۴۴۲ کيلومتره سړکونه يې جوړ کړي دي.
د معلوماتو له مخې، شينجیانګ به په ۲۰۲۳م کال کې ۸ مليارډه يوانه پانګونه وکړي او په کليوالو سيمو کې به ۶۰۰۰ کيلومتره نور سړکونه جوړ کړي.