د سره صليب نړيوالې کمېټې رئيسې ميريجانا سپولجاريک يګير د فبرورۍ په لسمې نېټې رسنیو ته وويل، چې په ترکيې او سوريه کې له سختې زلزلې وروسته دغې کمېټې د سوريې زلزله ځپلو ته بېړنۍ مرستې ورسولې، خو د اوبو او د ګرمولو سامانونو برابرولو او د نورو بنسټيزو عامو خدمتونو په شمول بشري کارونه لا هم له ستونزو سره مخ دي.
نوموړې وويل، چې د جګړې په موده کې زيات ځايي ملکي بنسټيز تاسيسات ويجاړ شوي او په دې زلزله کې خلکو ته د خدماتو رسول یې سخت کړي دي. هغې پر دې ټينګار وکړ، چې ځايي اوسيدونکي د ګرمولو سامانونو، خوراکي توکو، څښاک اوبو او په ځانګړې توګه طبي مرستو ته جدي اړتيا لري.
د سوريې د حکومت او ژغورونکې څانګې د خبر په قول په دغه هېواد کې د زلزلې له امله څه باندې ۳۵۰۰ تنه مړه شوي دي.