د فبرورۍ يوولسمه نېټه د ايران د اسلامي انقلاب د برياليتوب له ۴۴ مې کليزې سره برابره وه، په همدې ورځ د دغه هېواد په ډېرو ځايونو کې د دې ورځې د لمانځنې مراسم ترسره شوي دي. د ايران ولسمشر ابراهيم رئيسي په تهران کې د دې ورځې لمانځغونډې ته په وينا کې وويل، چې د امریکې هېڅ ګواښ د ايران د پرمختګ مخه نه شي نيولی.
ډېر ايرانيان په همدې ورځ په تهران کې د دغې ورځې په لمانځغونډې کې راغونډ شول، خپل ملي بيرغونه يې پورته کړل او د امريکا ضد شعارونه او نارې یې ووهلې.
د ايران وسله والو ځواکونو په دې لمانځغونډې کې په خپله جوړ شوي یو شمېر پوځي وسايل نندارې ته وړاندې کړل.
دغه راز د ايران ولسمشر ابراهيم رئيسي دغې لمانځغونډې ته په وينا کې زیاته کړه، چې ايران د امريکا له بنديزونو سره سره بيا هم اقتصادي پرمختګ موندلی او په ډېرو برخو کې يې لاسته راوړنې هم لرلي دي. نوموړي له امريکې څخه وغوښتل، چې له سيمې څخه خپل ځواکونه وباسي.