امریکا باید د نارډ سټريم پېښې دریو شکونو ته ځوابونه ورکړي
CMG2023/02/12 15:14:05
شريکول:

 

د نارډ سټريم نل لیکې د ویجاړولو پېښه له یوې مودې راهیسې خاموشه وه، خو په دې وروستیو کې يې يو ځل بیا د پام وړ ګرځېدلې ده.

 د امریکا مشهور تحقیقاتي خبریال سیمور هیرش د یوې مقالې په خپرولو سره وویل، چې د بایډن حکومت پلان درلود، چې له روسیې څخه اروپا ته د طبیعي ګازو د لیږدولو لپاره د نارډ سټريم نل لیکې ویجاړې  کړي. د امریکا په مطبوعاتي برخه کې د هیرش د مسلکیتوب او شهرت او همدارنګه په مقاله کې د پېښې زیاتو مفصلو توضیحاتو په پام کې نیولو سره، د ډېرو څېړونکو په اند، دا مقاله بې بنسټه نشي کېدای.  د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا، سي ای اې او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا په کلکه رد کړه او ادعا یې وکړه، چې د هیرش مقاله په بشپړه توګه دروغ او جعلي ده، خو لوېديځې رسنۍ چې تل د لویو خبرونو په وړاندې حساسې  وي، دا ځل تقریباً خپل غږ له لاسه ورکړ.

 څه باندې څلور میاشتې مخکې، د نارډ سټريم لومړۍ او دويمه نل لیکه، چې له روسیې څخه جرمني ته طبیعي ګاز لېږدوي، سویډن او ډنمارک ته نژدې په اوبو کې څلور ځایونه  ویجاړه شوه. د روسیې او اوکراین ترمنځ د شخړې د سختېدو او د انرژۍ د نړيوالو بیو د لوړېدو پر مهال، ډېری اړخونه په دې باور دي، چې دا پېښه قصدي ده. ځینو څېړونکو په ډاګه کړه، چې د اړوندو حکومتونو او لویو هېوادونو له پټې اجازې او یا هم له لاسوهنې پرته، د طبيعي ګازو پر نل لیکو برید یو ناشونی کار دی، نو دا احتمال د "دولت ترهګریز عمل" دی.

 اوس دا پېښه یو ځل بیا راپورته شوه. د هیرش په مقاله کې ډېر تفصیلي معلومات شتون لري او د امریکا د حکومت تېښته کوونکې رويه درې شکونه راپارولي دي.

 لومړی، ولې امریکا او لویدیځو هېوادونو په پیل کې د يادې پېښې د تحقیقاتو غوښتنه وکړه، خو بیا یې تعقیب نه کړه؟

د نارډ سټریم پروژه د روسیې او اروپایی هېوادونو لخوا په ګډه پانګونه جوړه شوې ده. له يادې پېښې وروسته، پر روسيې سربېره نورو اروپايي هېوادونو هم د پېښې د څېړنې غوښتنه وکړه. د اروپایی ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي تګلارې  لوړپوړي استازي بوریل یوځل وویل، چې د نارډ سټریم د نل لیکې پېښه تصادفی نه وه او اروپایی ټولنه به په دې اړه د هر ډول تحقیقاتو ملاتړ وکړي. د امریکا ولسمشر جو بایډن دا هم وویل، موږ به په مناسب وخت کې د دې پېښې د څېړنې  لپاره غوطه کوونکي واستوو. 

 خو عجیبه خبره دا ده، چې له دې بیان وروسته نور عمل نشته او د امریکا او اروپا په چلند کې هم د پام وړ بدلون راغلی دی. روسیې څو ځلې په دې اړه د ګډو څېړنو غوښتنه کړې، خو لوېدیځو هېوادونو دا  هر څه رد کړي دي.

 دوهم، د امریکایي او اروپایي سیاستوالو لخوا د ځینو بیانونو تر شا څه  پټ  دي؟

تر اوسه امريکا د روسیې او اوکراین له شخړې څخه سترې جیو پولیټیکې ګټې تر لاسه کړي او د امریکا د انرژۍ شرکتونو له اروپا څخه ډېرې پیسې ګټلي دي. د امریکا د فوکس نیوز ویاند ټکر کارلسن یو ځل په پروګرام کې اشاره وکړه، چې د نارډ سټریم نل لیکو ویجاړول په امریکا پورې اړه لري.

 درېیم، ولې لوېديځې رسنۍ د هیرش د مقالې له خپرولو وروسته په ګډه سره چوپه خوله دي؟

 په دې وروستيو ورځو کې د لوېدیځو رسنیو د راپورونو له لټون وروسته لیدل کېږي، چې CNN، واشنګټن پوسټ، نیویارک ټایمز او بي بي سي د دې په مقالې په اړه راپور نه دی ورکړی. خلک غواړي پوښتنه وکړي، چې لوېديځې رسنۍ د نارډ سټریم نل لیکو د پېښې په اړه دومره اندېښمنې دي، ولې په دومره سترو خبرونو سترګې پټوي؟  د دوی مسلکيتوب او اعتراض چیرته دی؟  او څوک یې په انتخابي توګه د چوپ پاتې کېدو لپاره لاسوهنه کوي؟

 د نارډ سټریم د طبیعي ګازو نل لیکه لويه نړیواله  او بنسټیزه پروژه  ده. د دې ویجاړول د انرژۍ پر نړیوال بازار او نړیوال ایکولوژیک وضعیت ستره منفي اغېزه کړې او د پردې تر شا کسان باید مجازات شي.