ماو نينګ: که د ژورناليست سيمور هيرش راپور ریښتينی وي، نو د امريکې کړنې به د منلو وړ نه وي
CMG2023/02/12 16:46:40
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د فبرورۍ په لسمې نېټې د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې که د امريکايي ژورناليست سيمور هيرش راپور ریښتينی وي، نو د امريکې کړنې به د منلو وړ نه وي.

د امریکا مشهور ژورناليست سيمور هيرش د فبرورۍ په ۸ مې نېټې د دغه هېواد په سبسټاک (Substack) ویبسايټ کې يو راپور خپور کړی او د ډېرو شواهدو په ښودلو سره يې افشا کړې، چې د نارډ سټريم نل ليکې د امريکې استخباراتي ارګانونو او پوځيانو په پټه تخريب کړي دي.

دغه راز د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ پدې اړه وويل، د نارډ سټريم نل ليکې ډېر مهم بنسټيز تاسيسات دي او تخریبېدل يې د انرژۍ پر نړيوال بازار او نړيوالې ايکولوژۍ ډېرې منفي اغېزې کوي، که د سيمور هيرش راپور ریښتينی وي، نو د امریکې کړنې به د منلو وړ نه وي او دغه هېواد ته باید حساب ورکړل شي.