د ارمنستان او ترکيې په پوله کې ځمکنی بندر د بشري مرستندويه توکو د لېږد لپاره بيا پرانیستل شوی
CMG2023/02/12 10:46:49
شريکول:

د ارمنستان او ترکيې په پوله کې ځمکنی بندر له لسګونه کلن ځنډ وروسته د فبرورۍ په ۱۱ مې نېټې د بشري مرستندويه توکو د لېږد لپاره بيا پرانیستل شوی دی. په همدې ورځ د ارمنستان کاروان چې خوراکي توکي، درمل  او د څښاک اوبه پکې بار  وې، د ياد ځمکني بندر له لارې د ترکيې د اديامان ښار په لور روان و.

د ارمنستان د بهرنيو چارو وزارت وياند په ټولنيزو رسنيو کې وويل، چې هېواد يې له ځمکني بندر له لارې د ترکيې زلزله ځپلو سيمو ته مرستندويه توکي لېږدولي دي.

د بشري چارو لپاره د ملګرو ملتونو مرستيال سرمنشي او د بېړنيو مرستو همغږي کوونکي مارتين ګريفيس په همدې ورځ په خپلو خبرو کې د ترکيې او سوريې زلزله له يوې پېړۍ راهیسې تر ټولو لوی ناورين وباله.

د روانې مياشتې په ۶ مه نېټه سوريې ته نږدې د ترکيې په جنوبي سرحدي سيمه کې لويه زلزله وشوه، د دواړو هېوادونو د حکومتونو او اړوندو ژغورونکو ارګانونو د شمېرو له مخې، په دواړو هېوادونو کې د  دغې زلزلې له امله تر ۲۸ زرو زیات کسان مړه شوي دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  ویلي، چې ۱۶۰ زره بهرني ژغورونکي له ترکيې سره د مرستو لپاره دغه هېواد ته راغلي دي.