په سوريه کې د چين د سره صليب ټولنې د ژغورونکې ډلې کارونه ښه روان دي
CMG2023/02/13 14:52:33
شريکول:

د چين د سره صليب ټولنې د مرستندويه توکو لومړۍ جوپه پر ځايي وخت د فبرورۍ د لسمې نېټې په لسو بجو سوريې ته سپارل شوې ده. اوس په سوريه کې د چين د سره صليب ټولنې د ژغورونکې ډلې کارونه څنګه روان دي؟ دغه ډله به په راتلونکې کې څه پلان ولري؟ د چين ميډيا ګروپ خبريال د يادو پوښتنو په اړه د نوموړې ژغورونکې ډلې له مشر ګوه يانګ سره ځانګړې مرکه وکړه.

ګوه يانګ خبريال ته وويل، چې د مرستندويه مالونو په لومړۍ جوپه کې د پنځه زره زیانمنو کسانو لپاره د درملو او نورو طبي وسایلو بستې استول شوې دي او وروسته به نور زيات مرستندويه توکي او طبي ماشينونه هم واستول شي.

ګوه يانګ زياته کړه، چې د مسلکي ژغورونکو، د نړيوالو ژغورونکو چارو کارپوهانو او طبي کارکوونکو په شمول ۵ غړي د چين د سره صليب ټولنې دغه ژغورونکې ډله جوړوي. د مرستندويه مالونو لومړۍ جوپه له ژغورونکې ډلې سره يو ځای د الوتکې له لارې سوريې ته رسېدلې، چې د سوريې د اړتياوو د لېست له مخې چمتو شوي توکي او د ۵ زرو تنو اړتياوې پوره کولی شي. ژغورونکې ډله اوس په دمشق کې مېشته ده. په تېرو څو ورځو کې هلته هوا سړه ده او واورې اوري، خو د فبرورۍ په لسمه نېټه هوا ښه شوې ده. چيني ژغورونکې ډلې دمشق ته له رسېدو وروسته د سوريې د سرې مياشتې ټولنې او نورو اړوندو ټولنو له غړو سره تګ راتګ کړی او اوسنی حالت يې ښه دی. دغې ژغورونکې ډلې د لېږل شويو مرستندويه توکو د سپارلو، حساب او تنظيم کارونه بشپړ کړي او د سوريې د سرې مياشتې له ټولنې څخه يې غوښتنه کړې، چې دغه مرستندويه توکي ژر تر ژره زلزله ځپلو سيمو ته ولېږي. اوس بېلا بېلې چارې په سالمه توګه روانې دي او د سوريې د سرې مياشتې ټولنې او د سره صليب غورځنګ غړو د چيني ژغورونکې ډلې د کارونو ستاينه کړې او ورڅخه يې ملاتړ کړی دی.

په سوريه کې د چين د سره صليب ټولنې ژغورونکې ډلې طبي کاروونکي به په ژغورونکو کارونو کې کوم رول ولوبوي؟

ګوه يانګ يادې پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې په مرستندويه توکو کې ځينې درمل او طبي الات شامل دي، نو د ده ژغورونکې ډله ډاکټران لري، ژغورونکې ډلې يې په ګودام کې مرستندويه توکي د سوريې د سرې مياشتې ټولنې غړو ته سپارلي او د دغو درملو او طبي الاتو د استعمال په برخه کې يې د دوی لارښوونه کړې. سربېره پر دې، د چين د سره صليب ټولنې په ۲۰۱۸م کال کې د سوريې د سرې مياشتې ټولنې ته ګرځند طبي ماشينونه د بسپنې په توګه ورکړي او دغه طبي ماشينونه اوس په زلزله ځپلو سيمو کې د استعمال په حال کې دي، چيني ډاکټران به د دغو طبي ماشينونو ازموينه وکړي او د دغو ماشينونو د کارولو لارښوونه به وکړي. چيني ډاکټران به د سوريې د سرې مياشتې له ټولنې سره د طبي اړتياوو په ارزولو کې همکاري کړي او اړوند معلومات به يې د چين د سره صليب ټولنې ته ولېږي او بيا به راتلونکی مرستندويه پلان وټاکي.

د چين سره صليب ټولنې د مرستندويه توکو دوهمه جوپه به د ټاکلي پلان له مخې د بېجينګ پر وخت د فبرورۍ د ۱۳مې نېټې په سهار وختي سوريې ته ولېږل شي، چې پکې کېږدۍ، د بېړني حالت بکسې او د بېړنۍ مرستې کمبلې شاملې دي.

ګو يانګ وويل، چې چيني ژغورونکې ډله د دوهمې جوپې مرستندويه توکو د سپارلو، وېشلو او روزلو په چارو کې له بېلابېلو خواوو سره په همغږۍ بوخته ده، څو د دوهمې جوپې مرستندويه توکي ژر تر ژره زلزله ځپلو سيمو ته ولېږل شي. چيني ژغورونکې ډله به د کارونو د حالت، د زلزله ځپلو سيمو د وضعيت او د ژغورونکو دندو له مخې په سوريه کې د ژغورونکو چارو «وخت» پرېکړه وکړي.