کريستوزوليدېس د قبرس د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو
CMG2023/02/13 11:51:01
شريکول:

د قبرس د بهرنيو چارو پخوانى وزير او خپلواک کانديد کريستوزوليدېس د فبرورۍ په ١٢مې نېټې د دغه هېواد د ولسمشرۍ ټولټاکنو په دويم پړاو کې 51.97 سلنه رايې خپلې کړي او د قبرس د نوي ولسمشر په توګه ټاکل شوی دی.

د مالوماتو له مخې، د قبرس د ولسمشرۍ ټولټاکنو کې د ګډون په موخه شاوخوا ۵۶۱۰۰۰ کسانو نومليکنه کړې وه او په ټاکنو کې 72.45 سلنه رايه اچوونکو برخه اخيستې وه.

(ژباړه: شکريه)