د عراق ځواکونو د فبرورۍ په ۱۲مې نېټې ويلي، چې په همدې ورځ يې په دیالي ایالت کې د داعش ۷ اورپکي وژلي دي.
د عراقي ځواکونو د عمومي قوماندانۍ ویاند یحيی رسول رسنيو ته په يوې لېږل شوې خبرپاڼې کې ويلي، چې ځواکونو يې د دیالي ایالت په هیملین غرنۍ سیمې کې د داعشي اورپکو پر یوه پټنځي بمباري کړې او د دغې ډلې د یو مشر په شمول ۷ اورپکي يې وژلي دي.
عراق د ۲۰۱۷م کال په ډسمبر کې د داعش ضد مبارزې کې د بریالیتوب اعلان وکړ، خو د دغې ډلې پاتې وسله وال د دې هېواد لرې ګوښه سيمو ته وتښتېدل او ځينې یې د عراق او سوریې سرحدي سیمو کې پټ شول، چې اوس کله کله د عراق په ښارونو کې هم بريدونه کوي.
د عراق پوځ له تېرو څو مياشتو راهيسې يو ځل بیا د داعش د ځپلو په موخه عمليات پېل کړي دي.
(هیله)