د ترکيې او سوريې د حکومتونو او ژغورونکو ډلو تازه شمېرې ښيي، چې په دواړو هېوادونو کې د فبرورۍ په ۶ مې نېټې د شوې زلزلې له امله ۳۳۰۰۰ کسان مړه شوي، چې په دې جملې ۲۹۶۰۵ کسان په ترکيې او ۳۵۷۵ نور يې په سوريې کې دي.
د ترکيې طبيعي پېښو ته د رسېدو ادارې ويلي، چې له سختې زلزلې وروسته، په سیمې کې د زلزلې ۲۱۰۳ ټکانونه هم احساس شوي دي.
د چين ژغورونکې ډلې د فبرورۍ د ۱۲ مې نېټې په ماسپښين د ترکيې په انتاکيا ښار کې د ړنګ شوو ودانیو له کنډو کپرو يو کس ژوندی را ايستلی دی.
د معلوماتو له مخې، دا پنځم کس دی، چې د چيني ژغورونکو لخوا ژغورل شوی دی.
بلخوا راپورونه وايي، چې سوريه د امريکې او لوېديځو هېوادونو د اوږدمهالو اقتصادي بنديزونو له کبله د مرستندويه توکو، درملو او طبي وسايلو له سخت کمښت سره مخامخ ده.