د چین سره صلیب ټولنې سوریې ته دوهمه جوپه مرستندویه توکي ولېږل
CMG2023/02/13 10:43:34
شريکول:

د چین سره صلیب ټولنې د فبرورۍ د ۱۳مې نېټې د سهار په ۵ بجو او ۵۵ دقیقو، له بېجینګ څخه د سوریې زلزله ځپلو سيمو ته دوهمه جوپه مرستندويه توکي ليږدولي دي.

په يادو مرستندويه توکو کې د خیمو، ګرمو جامو او درملو په شمول د اړتیا وړ توکي شامل دي، چې څه باندې لس زره زلزله ځپلي وګړي به ترې ګټه واخلي.

د سوریې د سرې مياشتې ټولنې ويلي، چې د چین سره صلیب ټولنې د لومړۍ جوپې مرستندویه توکي يې پر اړمنو زلزله ځپلو وګړو ويشلي دي.

  (هیله)