
د ترکیې لویې څارنوالۍ د فبرورۍ په ۱۲مې نېټې ۱۳۴ حکمونه لاسليک کړي چې له مخې به يې هغه ټيکداران او انجينران ونيول شي، چې په زلزله ځپلو سیمو کې يې غير معياري او بې کيفيته ودانۍ جوړې کړې دي.
د ترکیې عدلیې وزیر بیکر بوزداګ په همدې ورځ رسنيو ته ويلي، چې د لويې څارنوالۍ له امر سره سم به د دغه هېواد په زلزله ځپلو لسو ايالتونو کې د جنايي جرمونو پلټنیزه اداره جوړه کړي او د غورځېدلو ودانيو د معيار او کیفیت په اړه به جدي څېړنې او پلټنې وکړي.
راپورونه وايي، چې په ترکيې کې د فبرورۍ په ۶مې نېټې د شوې زلزلې له امله له ۳۰ زرو ډېر کسان وژل شوي، لسګونه زره ټپيان شوي او څه باندې ۲۰ زره ودانۍ ړنګې شوي دي.
بېلا بېلو خواوو په ترکيې کې د ګڼ شمېر ودانيو پر معيار او کيفیت شکونه ښودلې دي.
(هیله)