د امريکا مشهور څېړنيز خبریال سیمور هیرش د فبرورۍ په ۱۳مې نېټې د يوې سرچېنې په قول ويلي، چې د امريکا سمندري ځواکونو د روسیې او اروپا ترمنځ د طبیعي ګازو " نورډ سټريم " پروژې په پایپ لاین کې د لېرې کنټرول بمونه ځای پرځای کړي وو.
نوموړي ادعا کړې، چې د امريکا سمندري ځواکونو هغه مهال دا چاره ترسره کړې، چې ناټو د ۲۰۲۲م کال په جون کې د " بالټیک عملیاتو " کلنی پوځي تمرین تر سره کاوه.
سیمور هیرش ويلي، چې د ناروې پوځي الوتکو د همدې کال د سپتمبر په ۲۶مې نېټې د سونر بووي(Sonar Buoy) په مټ يادو بمونو ته چاودنه ورکړې او د " نورډ سټريم ۱ " او " نورډ سټريم ۲ " له څلورو نلليکو څخه يې درې ویجاړې کړې.
سپینې ماڼۍ او د ناروې حکومت د هیرش دا ادعا رد کړې ده.
د اروپايي پارلمان غړي ګونار بیکر د فبرورۍ په ۱۲مې نېټې د رشيان ايزويستيا (Russian "Izvestia") ورځپاڼې سره په مرکې کې ويلي، چې امريکا د روسیې او جرمني او په ټوله کې د اروپايي هېوادونو تر منځ د اقتصادي اړیکو د پرې کولو په موخه د " نورډ سټريم " پروژې د طبیعي ګازو نلليکې ويجاړې کړې دي.
بيکر په اشارې ويلي، چې امريکا په ستراتیژیکو دلایلو په دې هڅه کې ده، چې د انرژۍ په برخه کې د روسیې او اروپا ترمنځ اړیکې غوڅې کړي.
نوموړي ويلي، چې د امريکا موخه همدا وه، چې د روسیې او اروپا ترمنځ د " نورډ سټريم " غځيدلې نلليکې وېجاړې کړي.
بيکر دا هم ويلي، امريکا د دې پيښې جوړونکې ده او لوېديځ هیوادونه د داسې پېښو په عامه تحقیقاتو کې دومره علاقه نه لري. (ژباړه: شکريه)