روسیه: د اوکراین پر پوځي اهدافو مو بريدونه کړي
CMG2023/02/13 14:52:42
شريکول:

د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کوناشنکوف د فبرورۍ په ۱۲مې نېټې خبر ورکړی، چې روسي ځواکونو د اوکراين په کوپيانسک، کراسني ليمان، دونيتڅک او نورو ځايونو کې د اوکراین پر پوځي پرسونلو، وسلو او تجهيزاتو بریدونه کړي دي.

خبر وايي، چې د روسیې هوايي ځواکونو په خارکیف کې هغه فابريکې تر دقیق هدف لاندې راوستلي، چې د اوکراين ټانکونه او زغره وال موټر پکې ولاړ وو.

د اوکراين د وسله والو ځواکونو د لوی درستيز رياست بیا په همدې ورځ ادعا کړې، چې ځواکونو يې د روسيې پر پوځي پرسونلو او د وسلو پر زيرمتونونو هوايي بريدونه کړي دي.

 نوموړي دا هم ویلي، چې روسیې خپل ځواکونه په باخموت، افجییفکا او څو نورو ځایونو کې د عملیاتو د پېل کولو په موخه را ټول کړي دي او جنګي الوتکې يې پر اوکراين هم بمبارۍ کړې دي.