
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي د فبرورۍ په ۱۲مې نېټې ويلي، چې د فلسطين کړکېچ به سيمه ييز امنيت او ثبات له خطر سره مخامخ کړي او د فلسطین او اسرائیل ترمنځ د دوو هېوادونو د لايحې د پلې کولو پر وړاندې به خنډونه جوړ کړي.
عبدالفتاح السيسي په همدې ورځ د مصر په پلازمینې قاهره کې د عرب لیګ په مرکزي دفتر کې د فلسطين له ولسمشر محمود عباس، د اردن پاچا عبداالله دوهم بن حسین، د عرب ليګ سرمنشي احمد ابو الغيط او د ځينو نورو عربي هيوادونو له لوړ پوړو استازو سره غونډه ترسره کړې او د فلسطین ـ اسرائیل او د سیمې د کړکیچ په اړه ورسره غږيدلی دی.
السيسي ويلي، چې د فلسطین او اسرائیل ترمنځ اوسنی کړکېچن حالت به د دوو هېوادونو لايحې د پلې کولو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.
نوموړي ويلي، چې کومه خوا باید په بيت المقدس کې د وضعيت د بدلولو لپاره اقدام ونه کړي او د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ پر راتلونکو خبرو اترو اغېزه و نه کړي.