ذبيح الله مجاهد: ځواکونو يې په کابل کې د داعش پر پټنځي عملیات کړي
CMG2023/02/14 14:33:30
شريکول:

د افغانستان د سرپرست حکومت وياند ذبيح الله مجاهد پر ټولنيزو رسنيو ويلي، چې ځواکونو يې د فبرورۍ د ۱۳مې نېټې په ماښام د کابل د اتمې حوزې په کارته نو سيمې کې د داعش خوارجو په يو مهم پټنځي عمليات کړي او څو داعشيان يې وژلي دي.

نوموړي ليکلي، چې ياده سیمه ګڼ مېشته ده او ځواکونه يې سوکه او په احتياط عمليات ترسره کوي. هغه زياته کړې، چې دا د خوارجو يوه مهمه ډله وه، چې د کابل په وروستيو بريدونو کې يې لاس درلود او خارجي اتباع هم پکې شامل وو.