امريکا د سوريې لوټ شوي نفت په اسانه وړي، خو بشري مرستې په مشکله سوريې ته رسيږي
CMG2023/02/14 16:43:20
شريکول:

امريکا په سوريه کې د اوږدو کلونو لپاره نظامي يرغلونه کړي او د سوريايانو د سولې او امنيت د ساتلو په پلمه يې په دغه هېواد کې خپل ځانګړی پوځ ميشت کړی. په دې وجه د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې ډېرې خرابې شوې ، امريکا د سوريې پر حکومت ناقانونه بنديزونه لګولي او کرد وسله وال يې حمایه کړي. په دې حال کې امريکا په پر له پسي ډېرو کلونو کې له سوريې څخه نفت او کرهنيز توليدات لوټ کړي، په همدې وخت کې يې ورباندې بنديز لګولی او له دې امله د سوريې د اقتصاد پرمختګ په پروسه کې ګن شمېر ستونزې شته.

د امريکا سپينې ماڼۍ د منځني ختيځ او شمالي افريقا د چارو همغږۍ کوونکي بريټ مک ګورک په ۲۰۲۱م کال کې څرګنده کړه، چې په سوريه کې د امريکا له څلورو عمده هدفونو څخه يو په سوريه کې د بشري بحران حلول دي. ټولو ته معلومه ده، چې د تش په نامه دغه هدف د امريکا له وافعي فعاليتونو څخه ډېره فاصيله لري. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې منشي مرستيال ګاډا يلتاهير موډاوي وويل، چې د سوريې د خلکو په وړاندې تر ټولو سخت کال رسيدلی دی او په سلو کې ۷۰ برخه خلک بشري مرستو ته اړتيا لري.

د سوريې په سرحدی سيمه کې د فبرورۍ په ۶مې نېټې سختې زلزلې وشوې، چې له امله يې په دغه هېواد کې د شهيدانو شمېر له ۳۵۰۰ تنو څخه اوښتی و او ځايي اوسيدونکي خوراکي توکو، څښاک پاکو اوبو او د ګرمولو وسايلو او په ځانګړې توګه طبي مرستو ته اړتيا لري. ځکه چې دوی په  اوږده موده کې د امريکا تر بنديزونو لاندې ژوند کړی او د ژغورنې لپاره يې تاسيسات او توکي نه درلودل نو د سوريې خلک له زلزلې وروسته حتی په تشو لاسونو له کنډوالو څخه ژوندي کسان را باسي. له زلزلې وروسته دغه هېواد چې مخکې له ډېرو ستونزو سره مخ و، اوس لا نور سخت بشري بحران پکې رامنځته کړی.

په حقيقت کې سوريه کې بشري بحران په مسلسلو څو کلونو کې راپاتی شوی، خو د امريکا په سترګو کې لا هم يو داسی هېواد کې چې ورڅخه ګټې اخيستلی شي. امريکايي پوځ د يو يو لويو بار وړونکو موټرو له لارې له سوريې څخه نقت او غلې دانې وړلي او په دې ترڅ کې هرومرو ځايي اوسيدونکي له ستونزو سره مخ شوي دي خو سره له دې چې دوی ويني چې امريکايان يې تفت او غلې دانې لوټي او د دوی ستونزو ته پام نه کوي.

د سوريې د خبري رسنيو په قول امريکا د تېر کال د اګست په ۱۱مې نېټې له سوريې څخه د ۱۴۴ نقتو وړونکي موټر بهر ته ليږلي او د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په ۴مې نېټې يې د ۳۶ دغه ډول موټرو له لارې نقتو او د ۲۴ بار وړونکو موټرو په وسيله غنم بهر ته ليږلي. سوريې ته دغه لويه لاره دا سی ده ، چې د امريکا د نفتو ليږونکي موټر په ازاده توګه تګ راتګ کولی شي، خو له زلزلې وروسته د بشري مرستندويه توکو ليږدونکي موټر د نفتو کموالي له امله زلزلې ځپلو ته نه شي رسيدلی.

د سوريې خلکو له زلزلې وروسته ويلي چې امريکا دې دوی ته بشري مرستې نه استوي خو بايد پر موږ باندې ناقانونه بنديزونه لغوه کړي، زموږ له وطن څخه دې انرژۍ او غلې دانې نه لوټوي. د سوريي خلکو سترګې پاکې دې او اواز څرګند دی. امريکا چې تل د ډيموکراسۍ او بشري حقونو نارې کوي، په دې وخت کې د سوريي خلکو ستونزې نه شی کتلی او د دوی اواز نه شی اوريدلی. دوی تل جپلوتيکس سياست او ګټې ته لومړيتوب ورکوي او له سوريې څخه د توکو وړلو لاره يې پرانيستلې، خو سوريي ته د بشري مرستندويو توکو د ليږلو لاره يې بنده کړه. په دې کليدي وخت کې امريکا بايد په لنډ مهالي ډول پر سوريې د بنديزونو لغوه کولو سياسي ډرامه ختمه کړي، په رښتيني ډول پر سوريې ناقانونه بنديزونه لغوه کړي، له سوريې څخه د انرژيو او توکو لوټولو فعاليتونه پای ته ورسوي او ازادې کړي او د سوریې کنګل شوې شتمنۍ بير ته سوريايانو ته ورکړي.