چين: امريکا دې سمدستي پر سوريې يواړخيز بنديزونه لېرې کړي
CMG2023/02/14 10:37:45
شريکول:

د امريکا حکومت څو ورځې مخکې اعلان کړی، چې په موقتي توګه به پر سوریې بنديزونه نرم کړي او مرستندويه سازمانونو او هېوادونو ته يې يوازې ۱۸۰ ورځې وخت ورکړی، چې د سوریې له زلزله ځپلو سره مرستې وکړي او توکي ورته واخلي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د فبرورۍ په ۱۳مې نېټې يوې خبري ناستې ته ويلي، چې امريکا دې د جيو پوليټيکي غوښتنه پای ته ورسوي، بشري ناورينونه دې نه جوړوي او پر سوريې ټول لګيدلي غير قانوني يواړخيز بنديزونه دې لېرې کړي.

نوموړي ويلي، چې د امريکا حکومت دې سمدستي پر سوريې ټول لګېدلي غير قانوني يواړخيز بنديزونه لېرې کړي او د موقتي نرمښت په نوم دې سياسي ننداره نه جوړوي.