د چين سره صليب ټولنې د بشري مرستندويه توکو دوهمه جوپه دمشق ته ورسېده
CMG2023/02/14 11:31:37
شريکول:

د چين د سره صليب ټولنې د بشري مرستندويه توکو دوهمه جوپه د فبرورۍ په ۱۳مه نېټه د سوريې پلازمېنې دمشق ته ورسېده.

 په سوریې کې د چين سفير شي هونګ وي، د سوريې د ځايي ادارې او چاپېريال ساتنې وزارت مرستيال وزیر معتز سره يو ځای د مشق هوايي ډګر ته ولاړ او هملته يې ياده مرسته ورته وسپارله.

د چين د سره صلیب ټولنې په يادو مرستندويو توکو کې خيمې، د بيړنۍ ژغورنې بکسې، جامې، درمل او نور د اړتيا وړ توکي شامل دي، چې شاوخوا لس زره زلزله ځپلي وګړي به ترې ګټه واخلي.

د چين سره صليب د سوریې له زلزله ځپلو سره د طبي مرستندويه توګو لومړۍ جوپه د فبرورۍ په ۹مې نېټې دمشق ته رسولې او د همدې مياشتې په ۱۲مې نېټې يې زلزله ځپلو سیمو ته لېږدولې ده.