د چین تولیدي چارې د چټک عادي کېدو په حال کې دي
CMG2023/02/14 11:01:55
شريکول:

د چین پسرلني اختر رخصتۍ په ختمېدو سره، د چین په ګوټ ګوټ کې توليدي چارې په چټکۍ سره بېرته پيل شوې دي. ډېرو تصدیو او فابریکو د ځانګړو لویو بسونو، اورګاډو او حتی الوتکو له لارې خپل کارګر د دوی له اصلي ټاټوبیو څخه کاري ځایونو ته لیږلي دي.

په چین کې د کرونا وبا ضد نويو تدبیرونو تر تنظمیېدو وروسته د چین اقتصاد په ګړندۍ توګه عادي شوی او د تصدیو او فابریکو د سپارښتنو شمېر ډېر زیات شوی.

د تیان جین ښار د وو چینګ ناحیې په هوانګ کو ولسوالۍ کې د غالیو تولیدي تصدۍ په کارونو بوختې دي. دلته ۷ تصدیو تر پسرلني اختر مخکې د جرمني په یو نندارتون کې ګډون کړی او د ۲۳میلیونو یوانو په ارزښت سوداګریزې سپارښتنې يې لاسلیک کړې دي.

د شان شي د موټر توليدي شرکت د اجرائیوي ادارې لوی منیجر جیا جیې جيې وویل، سږ کال په جنورۍ میاشت کې د دغه شرکت د موټرو سپارښتنې له لسو زرو څخه اوښتې او دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۱۶۰ سلنه زیات شوی.

د جیانګ سو ولایت په سو چیان ښار کې د جینګ هونګ تخنیکي شرکت تولیدات پر امریکې، جرمني او بلژيک پلوري. اوس يې په کاري خونه کې تولیدي کرښې مصروفې دي، څه باندې ۴۵۰ کارګر يې د پسرلني اختر رخصتۍ له ختمېدو وروسته ټول بېرته کارونو ته ستانه شوي. مرستیال عمومي مینیجر جاو هوا وویل، زموږ سپارښتنې تر راتلونکي مارچ پورې غځېدلې. په تېر کال کې زموږ تولیدي ارزښت ۴۹۰ میلیونه یوانه و، سږ کال زموږ تخنیکونه اصلاح شوي او په تولیداتو کې نوښت رامنځته شوی. اټکل کېږي چې د سږ کال تولیدي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۳۰ سلنه زیات شي.

د چین اقتصاد د ۲۰۲۳م کال د پسرلني اختر په موده کې تود شمېر تر لاسه کړ او د نړیوال اقتصاد د احیا لپاره يې قوي باور برابر کړی. اوس د چین تولیدي چارې په چټکۍ سره د عادي کېدو په حال کې دي او د نړیوال اقتصاد د کمزورتيا د مخنیوي مهم ځواک ګرځېدلی دی. تازه شمېره ښيي، چې د سږ کال په جنورۍ کې د چین د تولیدي چارو د پیرود مدیرانو شاخص 50.1 سلنه و چې د تېر ډسمبر په پرتله 3.1 سلنه لوړوالی ښيي. د چین د دغه شمېر په رڼا، د سږ کال په جنورۍ کې د ګردې نړۍ یاد شاخص د تېر ډسمبر په نسبت0.6  سلنه لوړ شوی او په دې سره په تېرو مسلسلو ۷ میاشتو کې د دغه شاخص د دوامدار ټيټېدو تمایل ختم شوی دی.

ځينو بهرنیو شخصتونو تېر کال د چین پر تولید او عرضې ځنځيرونه انديښنې څرګندې کړې، خو چین له ډېرو فشارونو وتلی او تېر کال د صنایعو زیاتوالی او د تولیدي چارو زیاتوالی په جلا جلا توګه 40.2 زرو او 33.5 زرو میلیارډو یوانو ته رسدلی چې دواړو شمېرو يې په نړۍ کې لومړی ځای نیولی دی.

په عین وخت کې د چین تولیدي چارې د لوړ او نوې تکنالوژۍ د لرلو لوري ته روانې دي. د چین د موټرو تولیدولو لوی شرکت د دا لیان فرعي څانګې لخوا ډيزاین او جوړ شوي نوي ډول برېښنايي موټرونه د روانې فبرورۍ په ۸مه نېټه د ټایلنډ بنکاک ته ورکړل شول. دغه ډول برېښنايي موټرونه د پخواني موټر په نسبت څلورېښت سلنه انرژۍ سپمولای شي او د تایلنډ د بازار کمښت يې پوره کړی.

بلومبیرګ خبري اژانس د یوې تبصرې په خپرولو سره وویل، چین د تکنالوژۍ نوښت او د صنعتي لوړوالي له لارې د باکیفیته پرمختګ لپاره ډېر کوښښونه کړي او د لوړې تکنالوژۍ په برخه کې يې تولیدات د چین اقتصاد لپاره نور زیات ارزښت ورکوي.

څو نړیوالو سازمانونو په دې وروستیو ورځو کې د چین د اقتصاد د زیاتوالي وړاندوینه زياته کړې او ترې ښکاري چې نړیوال د چین اقتصاد بیااحیا ته سترګې په لاره دي. د چین تولیدي چارو له ننګونو سره د مقابلې پياوړی توان او حیاتي ځواکونه ښکاري او د نړیوالو دغې هیلې ته فعال ځواب ورکړی دی.